حکومت رئیس اجرائیه ډاکټر عبد الله ویلي چې په راتلونکو څو اونیو کې به د طالبانو سره خبري پیل شي، خو ددې مذاکراتو مطلب به دا نه وي چې حتما به بریالي کیږي هم .ډاکتر عبد الله نن په واشنګټن کې د ژورنالیستانو سره غوڼده درلوده، نوموړي په دې غونډه کې وویلچې د طالبانو سره دوی عملا خبري نه دي پیل کړی، خو امید لري چې ډیر ژر به شروع شي.نوموړي د دولتي چارواکو، د سولي د شورا او رسنیو د هغو ادعاو په اړه څه ونه ویل چې له مخکې نه یې د طالبانو سره د سولي د خبرو نیټه د مارچ میاشتي لومړۍ ورځي ټاکلي وې، خو زیاته یې کړهچې تر اوسه دوی د مذاکراتو په اړه د نیټې، ځای او اجنډا په اړه بحث نه دی کړی، خو تمه لري چې په راتلونکو اونیو کې به پیل شي.که څه هم تر اوسه طالبانو د افغان حکومت د رسمي جهتونو سره د مذاکراتو څخه انکار کړی خو داسي خبرونه ورکړل شوي چې طالبان د غیر دولتي افغانانو او د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو سره په اړیکه کې دي، او د هغوی سره د سولي او د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه د نظر تبادله هر وخت کوي.ډاکتر عبد الله نن د رسنیو د استازو سره په غونډه کې وویل چې د طالبانو سره د خبرو اترو پیل به په دې معنی نه وي چې ګواکي سمدستي به د حل لاره هم را ووزي، نوموړي وویل چې یوازي به مذاکرات پیل شي.دا چي د افغانستان په سیاست کې د ښځو په ونډي باندي د امریکا ټینګار ډیر زیات دی، ډاکټر عبد الله په دې اړه وویل چې د طالبانو سره د مذاکراتو په وخت کې به د ښځو ګډون حتمي وی.نوموړي وویل چې سوله په دې توګه نه شي راتلای چې طالبانو ته اوه یا اته ولایتونه په واک کې ورکړل شي، بلکي د طالبانو سره به د مذاکراتو شرایط هم هاغسي وي لکه څرنګه چې مخکي و، طالبان به د دولت قانون مني، د مقاومت څخه به لاس اخلي، او د تروریستي ډلو سره به لا تعلقي اعلانوي، او زیاته یې کړه چې طالبان کولای سي چې د قانون په چوکاټ کې د خپلو حقوقو لپاره سیاسي هلي ځلي وکړي.باید وویل شي چې د ګډ حکومت د مرکزیت د نه لرلو له وجي څخه د طالبانو سره د خبرو اترو د پیل په شرایطو کې ژور اختلاف لري، د ګډ حکومت دواړه لوري اشرف غني او ډاکټر عبد الله د طالبانو سره د مذاکراتو او د سولی د پروسې په اړه جلا جلا لید لوری لري، چې د کتونکو په نظر په حکومت دننه دغسي وېش د افغانستان لپاره ښه زیرینه بلل کیږي، د کتونکو په وینا نه یوازي د حکومت دواړه اړخونه د سولي او مذاکراتو په اړه د خپل منځي اختلاف ښکار دي بلکې د هیواد په اداره کې دواړه لوري ځانته اهداف لري، او د هغو د ترلاسه کولو لپاره دواړه لوري ځانته تګلاري او سیاستونه لري، چې هر وخت د یو لوی بحران سبب کیدای شي.حکومت رئیس اجرائیه ډاکټر عبد الله ویلي چې په راتلونکو څو اونیو کې به د طالبانو سره خبري پیل شي، خو ددې مذاکراتو مطلب به دا نه وي چې حتما به بریالي کیږي هم .ډاکتر عبد الله نن په واشنګټن کې د ژورنالیستانو سره غوڼده درلوده، نوموړي په دې غونډه کې وویلچې د طالبانو سره دوی عملا خبري نه دي پیل کړی، خو امید لري چې ډیر ژر به شروع شي.نوموړي د دولتي چارواکو، د سولي د شورا او رسنیو د هغو ادعاو په اړه څه ونه ویل چې له مخکې نه یې د طالبانو سره د سولي د خبرو نیټه د مارچ میاشتي لومړۍ ورځي ټاکلي وې، خو زیاته یې کړهچې تر اوسه دوی د مذاکراتو په اړه د نیټې، ځای او اجنډا په اړه بحث نه دی کړی، خو تمه لري چې په راتلونکو اونیو کې به پیل شي.که څه هم تر اوسه طالبانو د افغان حکومت د رسمي جهتونو سره د مذاکراتو څخه انکار کړی خو داسي خبرونه ورکړل شوي چې طالبان د غیر دولتي افغانانو او د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو سره په اړیکه کې دي، او د هغوی سره د سولي او د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه د نظر تبادله هر وخت کوي.ډاکتر عبد الله نن د رسنیو د استازو سره په غونډه کې وویل چې د طالبانو سره د خبرو اترو پیل به په دې معنی نه وي چې ګواکي سمدستي به د حل لاره هم را ووزي، نوموړي وویل چې یوازي به مذاکرات پیل شي.دا چي د افغانستان په سیاست کې د ښځو په ونډي باندي د امریکا ټینګار ډیر زیات دی، ډاکټر عبد الله په دې اړه وویل چې د طالبانو سره د مذاکراتو په وخت کې به د ښځو ګډون حتمي وی.نوموړي وویل چې سوله په دې توګه نه شي راتلای چې طالبانو ته اوه یا اته ولایتونه په واک کې ورکړل شي، بلکي د طالبانو سره به د مذاکراتو شرایط هم هاغسي وي لکه څرنګه چې مخکي و، طالبان به د دولت قانون مني، د مقاومت څخه به لاس اخلي، او د تروریستي ډلو سره به لا تعلقي اعلانوي، او زیاته یې کړه چې طالبان کولای سي چې د قانون په چوکاټ کې د خپلو حقوقو لپاره سیاسي هلي ځلي وکړي.باید وویل شي چې د ګډ حکومت د مرکزیت د نه لرلو له وجي څخه د طالبانو سره د خبرو اترو د پیل په شرایطو کې ژور اختلاف لري، د ګډ حکومت دواړه لوري اشرف غني او ډاکټر عبد الله د طالبانو سره د مذاکراتو او د سولی د پروسې په اړه جلا جلا لید لوری لري، چې د کتونکو په نظر په حکومت دننه دغسي وېش د افغانستان لپاره ښه زیرینه بلل کیږي، د کتونکو په وینا نه یوازي د حکومت دواړه اړخونه د سولي او مذاکراتو په اړه د خپل منځي اختلاف ښکار دي بلکې د هیواد په اداره کې دواړه لوري ځانته اهداف لري، او د هغو د ترلاسه کولو لپاره دواړه لوري ځانته تګلاري او سیاستونه لري، چې هر وخت د یو لوی بحران سبب کیدای شي.
کد را وارد نمایید:
عضو شوید
عضویت سریع
ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟
آمار وب سایت:
بازدید امروز : 136 بازدید دیروز : 101 بازدید هفته : 287 بازدید ماه : 1720 بازدید کل : 95341 تعداد مطالب : 958 تعداد نظرات : 57 تعداد آنلاین : 2 استشهاد ته سلام
تبادل لینک هوشمند برای تبادل لینک ابتدا ما را با عنوان داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد.
آمار مطالب
آمار کاربران
کاربران آنلاین
آمار بازدید